سیاست

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا: پر سردار محمد داوود خان روغتون برید په هیڅ دین او قانون کې توجیه کېدونکی نه دی

-کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٦
د هېواد د عالمانو د سراسري شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې په هېواد کې وروستي تروریستي بریدونه په ځانګړي ډول پر سردار محمد داوود خان روغتون برید د اسلامي او انساني موازینو خلاف وباله او هغه یې سخت وغانده.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورامطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې پرون مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف هم حضور درلود، د یادې شورا اعلامیه شیخ عبدالحسین حیدري ولوسته.
همدارنګه په دې اعلامیه کې د افغانانو د تګ راتګ لارو د تړلو په برخه کې د پاکستان د حکومت کړنه، د پاکستان مختلفو سیمو کې د افغان کډوالو ځورول او د ډیورنډ له هغې غاړې څخه پر افغانستان د زرګونو راکټونو ورول په سختو ټکو وغندل او دا یې د اسلامي، انساني او ګاونډیتوب د حقونو او بین المللي قوانینو خلاف وبلل، غوښتنه یې وکړه چې ډير ژر دې له خپلو دغو ظالمانه اعمالو لاس واخلي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د سوریې جنګ ته د افغان ځوانانو د لېږلو په اړه اندېښنه وښوده  او له ایراني مقاماتو څخه یې وغوښتل چې دې پروسې ته خاتمه ورکړي او د دې په بدل کې د اسلامي همدردي او ورورولي په اساس د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته او همکاري وکړي.
شورا همدارنګه د نشه یي توکو او ټولو مسکراتو تولید، قاچاق، سوداګري او استعمال حرام وباله او له اړوندو ارګانونو یې وغوښتل چې د هغو په مخنیوي کې له په خوا زیات کوښښ وکړي.
په همدې ترتیب د عالمانو سراسري شورا په دې اعلامیه کې له دولت څخه وغوښتل چې تعلیمي او تحصیلي موسسو ته د ماشومانو او ځوانانو په جلب او جذب کې خصوصاً د دیني علومو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو بهرنیو هېوادونو ته د هغوی د تګ  چې د هېواد پر ضد د هغوی د استخدام لامل کېږي،  مخنیوی وشي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د اعلامیې له اورېدلو وروسته د دې په ترڅ کې چې له عالمانو سره په ناسته یې خوښي وښوده وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان زموږ له ماشومانو او هېوادوالو د زده کړې  او ژوند فرصتونه اخلي. هغوی نه یوازې د دې نسل بلکې د راتلونکو نسلونو دښمنان دي، ځکه غواړي چې موږ په حقارت کې ژوند وکړو.
جمهور رئیس له عالمانو څخه وغوښتل چې د جوماتونو او تکایاو له لارې د تحمیلي جنګ لاملونه، اغېزې او عاملین خلکو ته ور وپېژني او په دې برخه کې عامه پوهاوی وکړي.
محمد اشرف غني زیاته کړه: هغوی چې انساني ارزښتونه پایمالوي او زموږ د خلکو پر ضد په جنایت لاس پورې کوي، په هر مقام او منصب کې چې وي باید رسوا شي او قانوني چلند ورسره وشي.
جمهور رئیس له علمای کرامو څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره د یو ځای کېدو لپاره د ځوانانو له هڅونې مننه وکړه وې ویل، طالبان او ټولې تروریستي ډلې د انتحار او انفجار په ترسره کولو سره بشري ضد جنایتونه کوي.
هغه د سوداګریزو مالونو د ترانزیت په خاطر بدیلو لارو موندلو ته په اشارې سره وویل، د ازبکستان نوي حکومت سره زموږ مذاکرات ګټور دي او د اقینې او چابهار ترڅنګ د نورو بدیلو لارو د موندلو په هڅه کې هم یوو.
محمداشرف غني وویل، له ایران سره د افغان کډوالو له مجبوریتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې موضوع په واضح توګه مطرح شوې ده. هغه د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي په اړه وویل، د قاچاق مخنیوی یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی، بلکې هغه هېوادونه چې د هغو په تولید، استعمال او د کیمیاوي موادو انتقال کې رول لري، باید په دې برخه کې اقدام وکړي.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلام مبین دین خاص عظمت لري او هیڅ ترویستی ډلې ته باید د دې اجازه ورنه کړل شي چې خپل جنایتونه د اسلام د مبین دین د لارښوونو په ناسم تعبیر سره توجیه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته