امنیت

درې تنه د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل باختر د ليندي لسمه :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو يوه درې کسيزه ډله چې ويل کيږي په تروريستي فعاليتونوکې لاس لري؛ په تخار ولايت کې ونيوله .
دملي امنيت د لوى رياست د ادارې مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې  خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دطالبانو د ډلې په يو قوماندان ملا جانو اړوند يوه درې کسيزه ډله تروريستان په تخار ولايت کې ونيول شول .
دغه درې تنه د تخار ولايت د اشکمش  ولسوالۍ د شرشر دکلي اوسيدونکي سيد محمد، عبدالقيوم او صديق الله دي چې د دغې ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ په تروريستي بريدکې کارنده ونډه لرله .
ديوبل خبر له مخې: دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيراب دکلي اوسيدونکى امان الله چې يو ديرش کيلوګرامه اپين يې په مهارت سره په يو سپين رنګه سراچه موټرکې ځاى پرځاى کړي و او له رستاق ولسوالۍ څخه د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته د هغو دليږدونې نيت يې درلود؛ دملي امنيت د لوى رياست دموظفينو له خوا دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ په پنځمه ناحيه کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته