خبرونهامنیت

په پنځو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۲۶ تنه نیول شوي دي

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په پنځو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور د ۲۶ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تخار، فراه، فاریاب او سرپل کې ۱۲ تنه د غلا، ځورونې، وژنې او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې ورته مهال د هرات د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي، چې ترې یوه اندازه هیرویین، تریاک، چرس او نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

ورته مهال، پولیسو په دغه ولایت کې د نشه یي توکو څو کارخونې له ۳ نیم ټنه اومانو او نشه یي توکو سره موندلي او له منځه وړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته