اقتصاد

حکومت دې د هېواد صادراتو ته د هوا له لارې آسانتيا برابره کړي

کابل باختر د ثور ٢٠:
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه له حکومت څخه غواړي چې د هېواد  د ميوو او سبو ليږدول د هوا له لارې ترسره شي .
  د دغې خونې وياند صيام الدين  پسرلي رسنيو ته وويل چې د صادراتو موسم را رسيږي، خو افغان  سوداګر د تورخم او سپين بولدک په بندرونوکې له ستونزو سره مخامخ دي او اړتيا ده چې حکومت د افغاني محصولاتو د ليږدولو لپاره يوه بله لاره ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته