سیاست

جمهوررئیس غني دزمري د دویمې نېټې پېښې د ازونې په موخه پلاوی توظیف کړ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له لارې د کابل په دهمزنګ کې د دردناکې پېښې د ارزونې په موخه یو پلاوی وګوماره.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهور رئیس موظف شوي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې د یادې حادثې د پېښېدو څرنګوالی ژر، دقیق او په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
د دې حکم په اساس یاد پلاوی د هېواد د لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د ژوند چاپیریال او طبیعي سرچینو په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار ډاکټر عباس بصیر، د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي چارو مشورتي بورډ رئیس نصرالله ستانکزی، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین عبدالرحمان رحمان، د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو مرستیال ډګر جنرال هلالدین هلال، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مراد علي مراد، د اجرائیه ریاست د وزیرانو شورا دارالانشا رئیس نصرالله ارسلایي، د ملي امنیت د عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبدالمتین بیګ، د اجرائیه ریاست استازی محمد ناطقي ، د چارو ادارې د عمومي ریاست د دفاع او امنیت رئیس تورنجنرال جانان بارکزی، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون استازی محمد موسی محمودي او د ولسي جرګې پخوانی غړی عباس نویان توظیف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته