سیاست

د مالیې وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٤ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د دوست هېواد ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزير رشید مرادوف او ملګري پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ کمېسیون د اوومې ناستې په جوړیدو، د ټاپي پروژې د کار په پرمختګ، د برېښنا لیږد په پروژو، د نفتي موادو په پېر، د تورغونډۍ بندر په ریل پټلۍ، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د اوبلن ګازو په لېږد، په ترکمن باشي بندرکې د افغانستان له خوا د ترمینال په رغیدو، امام نظر او اقینې بندرونو ته د افغانستان او ترکمنستان د ګډ پلاوي په ورتلو، تحصیلي بورسونو، په عشق اباد کې د زراعتي تولیداتو د نندارتون په جوړیدو او یو شمېر نورو مسایلو بحث او خبرې اترې وشوې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته