سیاست

له افغانستان څخه د ازبکستان له لارې د بريټانيا دپوځي تجهيزاتو ايستل

لندن وردلدنيوز   باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
د بريټانيا او ازبکستان حکومتونو موافقه کړې ده  چې په افغانستان کې دبريټانيا پوځي تجهيزات د ازبکستان له لارې وايستل شي .
ددغو تجهيزاتو ارزښت چې د ازبکستان له لارې  له افغانستان څخه ايستل کيږي؛  شپږمليارده ډالره ښودل شوې دي .
دغه موافقه په داسې حال کې شوې ده چې په افغانستان کې دتروريزم پرخلاف دنړيوال ايتلاف دځواکونو عمليات مخ په پاى ته  رسيدو دي  .
ددغې موافقې له مخې: ازبکستان به  د بريټانيايي تجهيزاتو او وسايلو د ليږ دونې د اجازې په مقابل کې د اووه سوه زرو ډالرو په ارزښت  د بريټانيا  پوځي ماشين آلات ترلاسه کړي .
دبريټانيا ددفاع وزير  فليپ هاموند د دغه هيواد دپارلمان استازو ته ډاډ ورکړى دى چې ازبکستان به له دغو پوځي تجهيزاتو څخه په ازبکستان کې دخپلو مخالفينو  پرخلاف  استفاده ونه کړي.
د بريټانيا د دفاع وزير ويلى دى چې دپاکستان له لارې دتدارکاتو دليږ دونې تګلورې چې همدا اوس د استفادې وړ دي؛ له افغانستان څخه د ناټو دپوځي تجهيزاتو او وسايلو د ايستلو  ځواب ورکوونکي نه دي .
د همدې خبرله مخې: د ازبکستان او بريټانياددغې موافقې اصلي هدف په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې د افغانستان له شمال تګلورې څخه دبريټانيايي ځواکونو  د وتلو لپاره  زمينه بلل شوې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته