امنیت

وسله والو طالبانو يوه روغتيايي کلينيک ته اورواچاوه .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
  دبغلان ولايت په نهرين ولسوالۍکې يوه روغتيايي کلينيک ته پرون دوسله والو طالبانو په ډلو پورې داړوندوکسانو له خوا اور واچول شو .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دخبري څانګې مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني دباختراژانس خبريال ته وويل: دنهرين ولسوالۍ دسبحان دکلي روغتيايي کلينيک ته دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا  اور واچول شو .
دنهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد حسين طاهر  داور اچونې انګيزه دسبحان دکلي داوسيدونکو ترمنځ دښمني  وبلله او څرګنده  يې کړه پوليسو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندولو او نيولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته