امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابلباختردغويي٣١ مـه  

د هيواد د ولايتونو  په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځوا کو نو ددندو د تر سره کولو په بهير کې اتلس وسله وال طالبان ووژل شول ، يو طالب ټپي شو او دري ويشت تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ، دغه کسان د نورستان ،پر وان ،لغمان ، بد خشان ، قند هار ، هلمند، لوګر ،غزني اوخوست دولايتونو په مربوطاتو کې چې د امنيتي ځواکونو له خوا د ندې ترسره شوي، ووژل شول ، يو طالب ټپي شو او دري ويشت تنه يرغلګر طالبان ونيول شول.

دغه راز ددښمن يو توغندي ويشتونکى ، نهه ډول ډول وسلې ، ددرندو وسلو شل ګو لۍ دسپکو وسلو درې سوه څلورپنځوس ګو لۍ ، اته ماينونه پوځي جنګي وسايل او تجهيزات او يو موټر سا يکل هم په عمليا تو کې دبرخه والو ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته