امنیت

په نورستان کې دڅلورو تنو پاکستاني تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
څلور تنه  پاکستاني تروريستان  تيره شپه په نورستان ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
  دغه جګړه  دډيورند کرښې ته څيرمه  په کامديش  ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې  يرغلګرو  له کرښې  څخه  په رااوښتو سره غوښتل  چې په نورستان ولايت کې پټ شي .
  دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه پاکستاني  تروريستان  ووژل شول .
  ده وويل  چې په دې نښته کې  پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته