کابل باختردتلې د مياشتې ١٦ :
په فراه ولايت کې دطالبانوپه سنګرونو دنويو هوايي بريدونو په بهيرکې
په لسګونو تنه طالبان ووژل شول .
دغه بريدونه نن دنوبهار او رج په سيمو کې چې په دې وروستيو وختو کې دطالبانو دپراخ شتون اوفعاليت ډګر دى ،. ترسره شول .
په فراه ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل ؛ په دې هوايي بريدونو کې اووه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديرش تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل ؛ په دې بريدونو کې دطالبانو څو سنګرونه له منځه تللي دي.
له بله پلوه په رارسيدلو خبرونو کې دفراه په ځينو سيمو کې دسختو جګړو ددوام يادونه شوې ده .
طالبانو په يوه پراخ بريد سره دفراه ولايت دفراه ښار ديوشمير ولسواليو
ځينې سيمې نيولي دي .
په خبرونو کې ويل شوي دي چې دبالابلوک او پشت رود په ولسواليو او دفراه ښار ته څيرمه دپوځيانو او يرغلګرو ترمنځ جګړې دوام لري .
په همدې حال کې پوځي مقامات وايي چې کومکي ځواکونه سيمې ته رسيدلي دي او طالبانو دسر دزيات زيان په ورکولو دماتې په حال کې دي.
0 1 دقیقه لوستل