سیاست

دقضايه قوې دتشکيل اوصلاحيت دقانون طرحه په عدلي اوقضايي کميټه کې تاييد شوه .

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې  عدلي اوقضايي کميټې نن دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سروردانش  په مشرۍ غونډه وکړه او په دې غونډه کې دقضايه  قوې دتشکيل او صلاحيت  دقانون  طرحه تاييد شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه غونډه دهېواد دقاضي القضات دعدليې او کورنيو چارو دوزيرانو ، دلوى څارنوالۍ ، دملي امنيت دلوى رياست ، دجمهوري رياست دعدلي او حقوقي چارو دمشورتي بورد ، د بشر دحقوقو دکميسيون ، داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې دخپلواک کميسيون ، دمدافعو وکيلانو دخپلواکې  ټولنې ، د ملي امنيت دشورا ددفتر ، دجمهوري رياست دچارو دادارې او دنورو اړوندو ارګانونو داستازو په ګډون  دصدارت په ماڼۍ کې جوړه شوې وه .
له اجندا سره سم دقضايه قوې   دتشکيل او صلاحيت  دقانون  طرحه دغونډې دغړو له خوا  په دقت سره وڅيړل شوه .
دجمهور رييس مرستيال په پيل کې  دقضايه قوې دتشکيل او صلاحيت دقانون په طرحه  کې دنظر وړ اصولو او هدفونو په باب خبرې وکړې او دهېواد په عدلي او قضايي ارګانونوکې دعادلانه  محاکمې  دڅرنوالي په اجرا کيدو باندې ټينګار وکړ .
وروسته دغونډې  غړو دقضايه قوې داستقلاليت  ، دقاضيانو دټاکنې او ګوښه کولو او انفصال ، دمحکمو دحکم دتنفيذ دڅرنګوالي ، دمحکمو په رايو کې دبيا کتنې دپړاونو ،  دمحکمو  دديوانونو دشمير ، دقضايي  مقاماتو  دشتمنيو دثبت ، جمهور رييس ته دسترې محکمې  درپوټ دڅرنګوالي او دقانون ددغې طرحې د نورو شکلي او تصحيحي  موضوعګانو په ګډون دبيلابيلو  موضوعګانو په باب نظر څرګند کړ .
  دسترې محکمې رييس قانونپوه سيديوسف  حليم  دهرې وړاندې شوې  موضوع لپاره په تفصل  سره ځواب وړاندې کړ او ټينګار يې وکړ چې دقانون  دغه طرحه څو ځلې داړوندو تخنيکي ارګانونو له خوا څيړل شوې ده او دقانون دغه طرحه په نسبي  ډول يوه فني او هراړخيزه طرحه ده .
ديادونې وړ ده چې دقضايه قوې دتشکيل اوصلاحيت دقانون طرحه پخوا دقوانينو په کميټه کې او هم يوځل دقانون دواکمني  په عالي شورا  کې څيړل شوې ده له دې امله  دقانون دواګمنۍ  دعالي شورا په لارښوونه ، دقانون دغه طرحه دعدلي اوقضايي کميټې په نننۍ غونډه کې يوځل بيا تر تدقيق لاندې ونيول شوه .
دقضايه قوې دتشکيل اوصلاحيت  دقانون طرحه دمحکمو په تشکيل اوصلاحيت پورې داړوندو چارو دتنظيم ، دقاضيانو دذاتي چارو دتنظيم او هم دقاضيانو  د سرغړونو او جرمونو دڅيړنې په څرنګوالي  پورې داړوندو چارو دتنظيم په مقصد  په اوو فصلونو او نهه اتيا مادو کې برابره شوې ده .
دعدلي اوقضايي  کميټې په نننۍ غونډه کې په دغو موضوعګانو کې دغونډې دغړو په نظريو له وړاندې کيدو وروسته ، په پاى کې  دقانون دغه طرحه تاييد شوه او پريکړه وشوه چې دعدليې وزير  دې  دسترې محکمې دواکمن استازي په ګډون طرحه شوي اصلاحات دقانون په متن کې تنظيم کړي او دغه قانون دې دپړاونو دبشپړولو لپاره کابينې ته وليږل شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته