امنیت

په پروان کې په وژنې يومشکوک سړى ونيول شو .

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
يو سړى  دخپلې خور دوژنې په تړاو پرون دجبل السراج  ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ  دپوليسو دمنسوبينو له خوا ونيول شو .
  د جبل السراج  دپوليسو يو مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه مشکوک سړى  ددغې ولسوالۍ دميانه ګذر دکلي اوسيدونکى دى  چې څه موده مخکې  يې خپله خور دتومانچې په ډزو سره  ووژله او له ساحې  څخه وتښتيد .
ده وويل  چې مشکوک سړى  دجبل السراج په مربوطاتو کې دپوليسو دهلوځلو له امله ونيول شو .او پيښه  تر څيړنې  لاندې ده .
  ديوبل  خبرله مخې ،  هغه سړى چې دچاريګارو ښار دسنجد درې ديوه اوسيدونکى دوژنې تور پرې لګول شوى دى  دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې دپوليسو دمنسوبينو له خوا دچاريکار په ښار کې  ونيول شو .
او پيښه تر څيړنې لاندې ده .
  ختم _شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته