کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
قومي مشرسيد هاشم جوادي بلخابي چې په عين وخت کې د کوچيانو او د سيمې د خلکو د شخړو د حلولو رئيس هم دی، په بلخاب کې د ملکي وګړو د وژلو خبر يوه آوازه وبلله.
سيدهاشم جوادي بلخابي چې په کابل کې د عالمانو په ستره غونډه کې ګډون کړى و پرون يې په يوه خبري غونډه کې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د وژل کېدو خبر يوه آوازه وبلله او ويې ويل چې يو شمېر کسان چې له بلخاب څخه ليري ژوند کوي د خپلو سياسي موخو په خاطر یې د بلخاب له جګړې ناسم خبرونه خپاره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په سلو کې له ۵٠ څخه تر ٦٠ خلک د جګړې په لومړيو ورځو کې له خپلو کورونو ووتل؛ خو په وروستيو ورځو کې چې د اسلامي امارت له خوا يې بشپړ ډاډ ترلاسه کړ بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
بلخابي زياته کړه، دښمن د بلخاب د خلکو ترمنځ زيات تبليغات کړي و چې د اسلامي امارت ځواکونه تاسې د قوم او مذهب په نامه وژني چې له امله یې يو شمېر خلک غرونو ته تښتيدلي وو؛ خو کله چې خلک پوه شول د اسلامي امارت ځواکونه له چا سره کار نه لري بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
بلخابي وايي، چې مهدي مجاهد د باميانو د استخباراتو په رياست کې په دنده کې د بې پروايي له امله ګوښه کړاى شو چې وروسته يې په خپل سر ځان د بلخاب د امنيه قوماندان په توګه ټاکلى و.
جوادي بلخابي زياته کړه چې د رارسېدلو خبرونو له مخې مهدي مجاهد له خپلو دوه دريو تنو افرادو سره د باميانو په لور تښتېدلى او اسلامي امارت د هغه د وژلو نيت نلري.
دغه څرګندوني په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت ځواکونو د نظم تامينولو او د خپلسريو د مخنيوي په موخه د سرپل په بلخاب کې محدود چاڼيز عمليات ترسره کړل. هغو کسانو چې په دغې ولسوالۍ کې يې نظم او امنيت ګډوډ کړى و يا ووژل شول او ياهم وتښتېدل. اوس په دغې ولسوالۍ کې نظم او امنيت تامين دى او د بلخاب د خلکو پر وړاندې کومه ستونزه نشته.
\ ذ