نړۍ

دروسيې په اوبتل کې اور ولګيد .

مسکوريانوستي باختر د وږي  پنځه ويشتمه :
  دروسيې خبري رسنيو د دغه هيوادپه يو اټومي اوبتل کې داور لګيدنې خبر ورکړ
باخترآژانس دريانووستي  دخبري  آژانس له خولې خبر راکړ  :  دمسکو په وخت نن سهار په پنځو بجو دتومسک په نامه د روسيې په اټومي اوبتل کې چې د روسيي دآرام  سمندر په سمندري ځواکونو پورې  اړه لري اور ولګيد .
ددغو ځواکونو يو مقام وويل  ،  دمامورينو په هلوځلو اور ترکنترول لاندې  نيول شوى دى او اوس د اور وژنې قطعات د اور دبشپړ وژلو لپاره داقداماتو دويمې څپې  ته تيارى  نيسي .
داور وژني کارکوونکي داټومي اوبتل په بيلابيلو برخو کې د اورلګيدنې دمرکز دموندلو لپاره دپلټنې  په حال کې دي .
دتومسک اټومي اوبتل داورلګيدنې  په وخت کې تر ترميم لاندې و .
په همدې حال کې د روسيې  دسمندري ځواکونو يو مقام وويل چې د تومسک اوبتل د راډيو اکتيف  حالت عادي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته