کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې پرون په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله دپوليسو دڅلورم کنډک دقوماندان په ګډون پنځه تنه سرتيري ټپيان شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه پرون ناوخته دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دڅلورم کنډک قوماندان له امنيتي سرتيرو سره دلښکرګاه ښار دشاوخوا امنيتي پوستو څارنه کوله چې په لاره کې د دوى دسپرلۍ موټر په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :ټپيان ډير ژر دلښکرګاه ښار روغتون ته وليږدول شول او د روغتون روغتيايي مسوولينو د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ