ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ٢٠١٦ م کال د کرکټ د نړيوال جام له اتل ټيم سره سيالي کوي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د افغانستان دکرکټ بورد مشرتابه هيئت نن په يوه خبري غونډه کې په راتلوونکي کال کې د کرکټ دملي ټيم دسياليو په باب معلومات ورکړل .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دکرکټ بورد لوى رييس نسيم الله دانش او د کرکټ بورد اجراييه رييس شفيق الله ستانکزي نن په يوه خبري غونډه د افغانستان د کرکت د ملي ټيم د راتلوونکي ميلادي کال د سياليو او دغو سياليو ته د تيارى او په هغو ولايتونو کې چې تر اوسه پورې د کرکټ ډګرونه نه لري؛ د معيارى ډګرونو د جوړولو په باب معلومات ورکړل .
د کرکټ بورد رييس څرګنده کړه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ٢٠١٧ م کال د مارچ په مياشت کې په هندکې د ايرلند د کرکټ د ملي ټيم کوربه توب کوي او له دغه ټيم سره پنځه پنځوس آوريزې او درې شل آوريزې سيالي کوي .
ده وويل: د کرکټ د ملي ټيم په د ٢٠١٦ م کال د نړيوال جام له اتل ويست انډيز کې ترسره کړي .
د دغې خبري غونډې په پاى کې د کرکټ بورد مشرتابه هيئت د ژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته