امنیت

يو امريکايي پوځي په هلمندکې ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
په افغانستان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو يو منسوب د لښکرګاه ښارته څېرمه ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو.
په هغې اعلاميه کې چې د غوڅ ملاتړ په نامه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د لښکرګاه ښارته څېرمه د امريکايي پوځيانو موټر د ګزمې په حال کې و چې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې له امله يې دوه تنه پوځيان ټپيان شول .
په اعلاميه کې ويل شوي دي: يو ټپي پوځي وروسته سا ورکړه او د يوه بل پوځي روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى.
دغو ځواکونو ويلي دي: په دې چاودنه کې شپږ تنه افغان سرتيري ټپيان شوي دي.
ويل کيږي وژل شوي پوځي له افغان امنيتي ځواکونو سره د سلاکار په توګه کارکاوه؛ هغه ځواکونه چې اوس ١٠٠ تنه يې هلمند ته استول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته