فرهنګ

تبصره

کابل باختر د لړم څلورمه :
د رسنيو اصلي او اساسي رسالت دقيق او موثق اطلاع رسول دى. د اکاذيبو  اوغير موثفواطلاعاتو خپرول رسنۍ او د رسنيو خاوندان د خلکو ترمنځ بې باوره کوي.
  دباخترآژانس مبصر ليکي: په هيوادکې دموجودو برياليتوبونو څخه يوهم د بيان، فکر او انديشې آزادى دى.
خو هغه څه چې دغه آزادي ته زيان رسوي؛ د هغو اصولو او اساساتو څخه دځينو رسنيو او دهغو دخاوندانو بې لارې توب دي چې د ژروناليزم ښوونځي د رسنيو او د رسنيو دکارکوونکو په وړاندې ايښي دي .
دډله ئيزو رسنيو قانون چې د هيواد د اساسي قانون په رڼاکې او د بشر دحقوقو د نړيوالې اعلاميې پربنسټ د فکر او د آزادى د حق د تامينولو په مقصد برابر شوى دى، نافذ دى چې دغه آزادي يې تضمين کړى دى. خو د رسنيو د ځينو کارکوونکو بې پروايى او د هيواد له قوانينو اوموازينو څخه سرغړونه چې د شخصيت وژنې په خاطر او په صادقو او هيوادپالوشخصيتونوتور لګولى چې شخصي اغراض لري؛ د نظام دغه ترلاسه شوى نعمت ته زيان رسوي.
په همدې دليل بايد رسنۍ بې بنسټه د تورونو او د عقدې له مخې د انديشو په طرحه کولو سره افتراحات خپاره نه کړي چې په حقيقت کې بنسټ نه لري او يواځې دشخصيت وژلو په مقصد هغه خپروي.
د رسنيو د چارو کارپوهانو تل طرحه کړې ده چې هيڅکله دغرض خاوندان نه دي. هغوى هغه منصفان دي چې له هر راز عرض پرته د موثفو اطلاع رسولو په خاطر هلې ځلې کوي .
دکارپوهانو په نظر؛ که چيرې رسنۍ د اخلاقي اوقانوني معيارونو او اخلاقو له په پام کې نيولو پرته د اکاذيبو، تورونو او افتراګانو په خپرولو لاس پورې کړي؛ په پاى کې د ټولنې او د خلکو ترمنځ خپل باور له لاسه ورکوي .
په همدې دليل په وار وار د خبريالانو د اخلاقي مسئلو په باب ټينګار شوى دى، خوشته ځينې رسنۍ چې د بشر د حقوقو په نړيوالې اعلاميې، د هيواد په اساسي قانون کې طرحه شوي معيارونه او د اسلام د مبين دين حکمونه  ترپښو لاندې کړي دي. دهيواد د صادقو او خدمتګاروشخصيتونوله تواضع څخه په استفادې سره دکاذبو اطلاعاتو په خپرولو لاس پورې کوي او په پاى کې له دقيقو څيړنو وروسته معلوم شوى دى چې په اصل کې دغه اطلاعات رښتيا نه و او د شخصي غرضونو پربنسټ  ولاړدي.
د هيواد په موجودو شرايطوکې چې هيواد د سترو سياسي او ټولنيزو بدلونونو په لور روان دى؛ بايد د رسنيوکارکوونکي د ټولو شخصي غرضو پرته رښتيا والى او له درواغو څخه دې ډډه وکړي او په دقيقو اطلاعاتو تکيه وکړي، نه په شخصيت وژنې، شخصيتونوته په سپکاوى او د اکاذيبو په خپرولوچې په پرمختللوهيوادونو کې د هغو عاملين لوړه بيه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته