امنیت

په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دکب څلورمه :
١١ تنه  ډار اچوونکي تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغزني دوالي  وياند محمدعارف نوري دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي دکوماندويانو اوائتلاف ځواکونو دهوايي او ځمکنيو عملياتو په بريدونوکې چې دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مکروه ، عاشقوال  او جوي چهار کليو کې  ترسره شوي و ، ووژل شول .
نوري زياته کړه  چې په دغو بريدونوکې لس تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول 
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې  مخکې هم ددغې ډلې ددوو مهمو  غړو عمر فاروق  او ابو مختار  په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان دغزني ولايت دقره باغ  ولسوالۍ په قبرغه سيمه کې دايساف  د ځواکونو په هوايي عملياتو کې ووژل شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته