امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

  فراه باختر دغويي دمياشتې ٢١ :
لس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د فراه ښارته څيرمه په يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته.
د فراه ولايت يوه پوځي مقام باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
ده وويل : په دغو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل د فراه ښار ته څېرمه په يوې امنيتي پوستې بريد وکړي، د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.
ويل کيږي، په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په فراه ولايت کې پوځيانو د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د شپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې نن سهار د بالا بلوک او بکواه په ولسواليوکې کشف شوې.
له دغو ډيپوګانې څخه چې د وسله والو طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې، جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته