ورزش

د تنکيو ځوانانو دفوټسال ښوونکي زيات مهارتونه زده کړل .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دتنکيو ځوانانو د فوټسال  ښوونکي په متحده عربي اماراتوکې دغوره مهارتونو دکورس له تيرولو وروسته پرون کابل ته راستانه شول.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر عبدالرشيد  عزيزي نن دباختراژانس   خبريال ته وويل، دغه کورس چې داوو ورځو لپاره دجون دمياشتې له ٢٢ نيټې څخه تر ٢٩ نيټې پورې دمتحده عربي اماراتو ددوبي په ښار کې  جوړ شوى و له افغانستان څخه دولسو تنو نارينه ښوونکو او يوولسو تنو ښځينه ښوونکو ګډون کړي و چې پرون دتصديق ليکونو  له ترلاسه کولو وروسته هيواد ته راستانه شول .
ديادونې وړ ده چې دغه روزنيزه دوره د تجربه لرونکو انګليسي اوالماني ښوونکو  له خوا جوړه شوې وه چې برخه والو دفوټسال  دښوونکي توب او حکمتوب  بيلابيل مهارتونه زده کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته