ننګرهار باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
په ننګرهار ولايت کې په لسګونو تنو د بېلابېلوجنايي پيښو په اړوند ونيول شول.
دغه کسان د وروستيوڅليرويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې د ځانګړو عملياتو او پلټنې په بهيرکې نيول شوي دي .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل چې په نيول شويوکسانو د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې تور لګول شوى دى
ده وويل چې دغه کسان د دغه ولايت له بېلابېلو سيموڅخه د پوځيانو د عملياتو او پلټنې په بهيرکې نيول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ