فرهنګ

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د کميسيون ابلا غيه !

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣١ :
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د کميسيون ابلا غيه !
د ملي راډيو ټلويزيون د موجه شکايت له مخې، د هيواد د ډله ييزو اطلاعاتو ټولو وسايلوته ابلاغيږي چى د ملي او خصوصي په ګډون د هرې رسنۍ توليدي آثار د هيواددکاپي رايټ د نافذ قانون مسلم او ملاتړ وړ حق لري چې د نورو رسنيو د مولدې رسنۍ له اجازې پرته د هغو د خپرولوحق نه لري.
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون په دې وسيله د ملي راډيو ټلويزيون شکايت ليک د١٣٩٢ کال  د وري د مياشتې د٢٧ نيټې په غونډه کې يو ځل بيا وڅيړه او دې نتيجې ته ور سيد چې د هيواد د نافذ کاپي رايټ د قانون له شپږمې مادې سره سم دې ټولو رسنيو ته ابلاغ شي چې له دې وروسته دې ددغې رسنۍ دقانوني ملاتړ وړحق په توګه د ملي راډيو ټلويزيون توليداتوته ارزښت ور کړي او د ملي راډيو ټلويزيون له ليکلې اجازې پرته دې له خپرولو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون د هيواد د سابقه لرونکى راډيو ټلويزيون په توګه په تيرو نږدې پنځوسوکلونوکې توليدي پروګرامونه لري چې دغه توليدات  له يوې خواملي امانت او له بله پلوه د ملي راډيو ټلويزيون توليدي حق دى چې بايد درناوى يې وشي؛ نه دا چې د نورو رسنيو له خوا لوټ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته