ټولنه

په راستنوشويوکسانو نغدي مرستې او برابر شوي خوراکي توکي وویشل شول.

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
د لغمان ولایت دمقام او د دغه ولايت د مهاجرينودچارو د راستنولو چارود ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ادارې په مالي همکارۍ په لغمان ولایت کې په اتیا راستنوشويو کورنیو باندې نغدي مرستې او برابر شوي خوراکي توکي د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار په لاسونو  وویشل شول.
د لغمان ولایت د مهاجرينودراستنولودچارو رييس محمد کاظم حقپال باختر اژانس خبریال ته وويل، په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۸۰۰۰ زره افغانۍ او په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او دال شامل وو چې د ولايت دمرستيال، يو شمېرنورو چارواکو او د مرسته کوونکو موسسو د استازو له لوري وويشل شول.
د مرستو د ویش پر مهال د لغمان ولایت مرستیال ښاغلي مظلوم یار د ولایت مقام په استازولئ مرسته کېدونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مشرتابه په هره برخه کې د لغمان د ولسونو د هوساینې لپاره هلې ځلې پیل کړي او نړیواله مرستندویه ادارې یې هم دې ته چمتو کړي چې په دې ولایت کې د خپلو مرستو لړۍ همداسې جاري وساتي او په نورو اړونده برخو کې هم خپل کارونه په دې ولایت کې پراخ کړي.
د ولایت مرستیال په ولسونو غږ وکړ چې د خپل نظام او دولت په ملاتړ د دښمن د هر راز توطیو او دسیسو په شنډولو کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او پرې نه ږدي چې دښمن په دې ولایت کې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
د مرسته شویو کسانو له جملې هم څو تنو د خپلو خبرو پر مهال د غریبو د لاسنیوي په برخه کې د دولت له هر اړخیزې همکارئ د مننې تر څنګ ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې دوی به په هیڅ صورت هم د خپل دولت له ملاتړه لاس په سر نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته