ټولنه

هټيوالو ته د قندهار د والي خبردارى

کابل / دکب  ٢٧مه /باختر :
د قندهار والي هټيوالو ته خبردارى ورکړ که چېرې  د توکو بيې لوړې کړي له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
حيات الله حيات  د قندهار  د سوداګرۍ خونو له رييس او غړو سره په کتنه کې  وويل:  پلورونکي بايد دټاکلې نرخنامې له مخې توکي وپلوري.
داپه داسې حال کې ده چې په هېواد کې دکرونا وېروس  په خپريدو سره  يوشمېر کورنۍ په دې خاطر چې  له کور څخه بهر ته  لږ  ووځي  د خوراکي توکو پېرودنه يې زياته کړې ده.
د قندهار والي وايي چې د ښار او ولسواليو په بازارونوکې دڅېړنې ډلې په کاربوخت دي او هغه هټيوال چې د توکو بيې لوړې کړي قانوني چلند به ورسره وشي.
نغدي جريمه او د پلورنځيو د دروازو تړل هغه مجازات دي چې په هېواد کې دګران پلورونکو پر وړاندې په پام کې نيول شوي دي.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته