ټولنه

دښارواليو ملي کنفرانس جوړشو

کابلباختر دميزان٣٠
دسيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا دوه ورځني کنفرانس دولسواليو داوسيدونکو د ستونزو د حل کولو لپاره د  لاروچارو د موندلوپه مقصد په کابل
کې  جوړ شو
دباخترآژانس دخبر له مخې  :  دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مرستيال فريد مامونزي  رسنيو ته ويلي دي چې دغه کنفرانس به دستونزو  دپيژندلواو دحل دلارو چارو له موندلو سره مرسته وکړي .
ده زياته کړه  چې په ولسواليوکې دخدمتونو د وړاندې کولو ټيټوالي ددې سبب  شوى دى  چې په کال کى نږدې دوه سوه زره تنه د ښه ژوندد لرلو په خاطر ښارونو ته مخه وکړي .
دملګرو ملتو سازمان دنړيوالې پرمختيايي ادارې مسوول ګريس وايي چې افغانستان دسيمې په کچه  يوله هغو هيوادونو څخه شميرل کيږي چې خلک يې
په کليو کې دخدمتونودټيټوالي له ا مله زياتره په ښارونو کې له ژوند کولو سره علاقمندي لري .
دده  دڅرګند ونو له مخې همدغه مسله په ښارونو کې د وګړو د زياتوالي او دستونزو د رامنځته کيدو سبب شوي دي .
ده زياته کړه بايد دخلکو ستونزې وپيژندل شي او نړيواله ټولنه چمتو ده چې په دې  برخه کې تخنيکي مرستې وکړي .
دا په داسې حال کى ده چې دافغانستان په درې سوه څلورشپيتو اداري واحدونو
يا ولسواليو کې يوازې  په يوسلو شلو ولسواليو کې دښاروالۍ په نا مه يو مرکز شته اوسيمه ييز ارګانونه هلې ځلې کوي چې تر را تلونکو پنځو کلونو پورې دغه شميريوسلواتيا ولسواليو ته ورسوي .
هغو ولسوالانو چې دکنفرانس په کارکې ګډون کړي و په خپلو اړوندو ولسواليو کې دښاري  پروګرامونو دنه تحقق والي دامکاناتو او دعوايدو نشتوالى وباله .
ځيني يې ددې  ترڅنګ چې نا امني دښاري خدمتونو د نه ودې  عامل بللي دي دنورو مرکزونو په مسوولينو تورولګاوه چې سيمه ييز عوايد يې ترلاسه کړي دي دولتي ځمکې يې غصب کړي دي اودا کار ددې سبب شوى دى چې ښاري خدمتونه په مطلوب ډول تحقق  ونه مومي .
په دې کنفرانس کې دهيواد د ولسواليو دښارواليو په وړاندې پرتې ستونزې څيړل کيږي اودهغو دلرې کولو لپاره مناسبه لاره لټول کيږي او برا بريږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته