سیاست

انجنير محمد خان د معلم ميرولي د احوالوپوښتنه وکړه.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٣؛
داجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینیرمحمد خان دمعلم میرولي رغتیا ئي حالت د ډاډ وړ وباله
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
داجرائیه رياست لومړي مرستیال انجينیر محمد خان د پولیسو په دوه سوه بستریز روغتون کې د معلم ميرولي او په دغې پېښه کې د ټپيانو پوښتنه له نېږدې وکړه.
انجينيرمحمدخان چې دکابینې یو شمير وزیرانو او سلاکارانويې ملتیا کوله د ولسي جرګې دغړي معلم ميرولی پر کورشوی برید د اسلام د دښمنانو کار وباله .
هغه وویل چې د ترهګرو دغه ډول بریدونه له انسانیت او افغانیت سره د دوی له ښکاره دښمنۍ پرده پورته کوي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان دلوی خدای له دربارڅخه په دې زړه بوږنوونکۍ پېښه کې ټولوشهېدانوته د فروس جنت اوټپیانو ته دبيا روغتیا هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته