ټولنه

په غزني کې يوې ځوانې ښځې ځان وواژه

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه
په غزني کې يوې ځوانې ښځې تېره شپه ځان زندى کړ او روغتون ته د ليږدونې په لاره کې سا ورکړه .
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختر آژانس ته وويل چې دغې ځوانې ښځې ځان د غزني ښار په مربوطاتو په خپل کورکې زندى کړ او روغتون  ته د ليږدونې په لاره کې يې سا ورکړه.
سيرت زياته کړه چې د دې ښځې مېړه د هغه د مېرمنې د ځان وژنې دليل عصبي او روانې تکليف بللى دى، خو پوليسو په دې برخه کې څېړنې پيل کړې دي .
دا په داسې حال کې ده چې يوه اوونۍ مخکې هم په جوزجان کې يوې ځوانې ښځې د کورنيو ستونزو له امله ځان زندى کړ او مړه شوه.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته