نړۍ

هند : پاکستان دې خپلې انديښنې دخبرو له لارې لرې کړي.

نوى ډيلي نړيوالي خبري منابع  باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دهند دملي امنيت سلاکار وايي  دغه هيواد حکومت غواړي د هرراز هغه انديښنو په باب خبرې وکړي چې ښايي پاکستان يې په افغانستان کې دهند دفعاليتونو په باب ولري.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونوو له خولې خبر راکړ :  دهند دملي امنيت  سلاکار شوې شنکرمينون  پرون له هندي رسنيوسره په خبرو کې وويل : لکه ځنګه چې پخوا مې ويلي دي  چې په افغانستان کې زموږ اصلي علاقمندي  دا ده چې دافغانستان خلکوته د داسې امکاناتو زمينه برابره کړو هرڅه چې هغوي غواړي ترسره يې کړي.
دهنددملي امنيت دسلاکار دڅرګندونوله مخې: دافغانانوغوښتنه له تروراووحشت  څخه لرې ديوې سوکالۍ او با ثباته ټولنې جوړول دي .
ده زياته کړه ،  دوى به په دغو هلوځلو کې له افغانانو او دافغانستان له دولت سره کار وکړي.
شوې شنکرمينون وويل :  موږ له دې امله خپل دغه کارته دوام ورکوو چې په افغانستان کې لوبه پاى  نه لري .
دهند دملي امنيت سلاکار دخپلو خبرو په دوام و ويل  باورلري چې ددغې موضوع په خاطرد انديښنې ځاي نشته  .
دهند دملي امنيت سلاکار  زياته کړه  په حقيقت کې پاکستان ته  يې په تکرار ويلي دي ډير به خوشحاله شو چې سره کښينو او دهغه څه په باب چې په افغانستان کې يي ترسره کوو خبرې وکړو .
د ده دڅرګندونو له مخې :  په افغانستان کې دهند دفعاليتونو په باره کې د هر راز انديښنې او ناوړه تفاهم دشتون په صورت کې دغه هيواد به خوشحاله شي چې هغه لرې کړي.
دهند دملي امنيت سلاکار شوى شينکر مينون  وويل  :  هيله لري چې ددغه شان بهير دپرمخ بيولو په نتيجه کې پاکستان هم په  افغانستان کې د ثبات  ديو عنصر په توګه  بدل شي.
شوى شنکرمينون  دغه راز څرګنده کړه ، په افغانستان کې دهند په هدفونو څوځلې بريدونه شوي دي او دهند حلکومت هرځلې  په دې پوه شوى دى چې له دغه شان پيښو سره به څه  ډول چلند وکړي  .
دهندي رسنيو په دغه رپوټ کې ويل شوي دي  چې دافغانستان او پاکستان په چارو کې دامريکا ځانګړې استازې جيمز دابنز ويلي دي چې پاکستان په افغانستان  کې دهند اړيکو په باب زياته مبالغه کوي او په افغانستان کې دهندشتون فرهنګي او اقتصادي بنسټ لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته