ټولنه

تبصــره :

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢١ :
په  نړۍ کې دوګړو د شمير ورځ  په  ورځ  زياتيدل او په ښارونو کې  دوګړو ګڼه ګوڼه  ناوړې پايلې لري  چې بايد دغه ستونزه  جدي وبولو  چې دننني نسل  ا و دراتلوونکو نسلونو دستونزو پيټى  سپک شي  او هغوى  ته دمعياري ژوندانه  زمينه برابره کړو.
دباختر آژانس مفسر ليکي :
پرون  دوګړو نړيواله ورځ  وه، دغه ورځ دبشريت  او حکومتونو لپاره ځانګړى اهميت لري ځکه په ځمکه کې دوګـــړو  اوسنى شمير  له  اوسنيو امکاناتو څخه  زيات دى  او دخلکو ګڼې ګوڼې   او دهرې ورځې په تيريدو سره  دوګړو دشمير زياتوالي  دغې خاورينې کرې ته ناوړې پايلې رامنځته کړي دي ، داسې پايلې  چې بايد جدي وبلل شي  او په يوه معقول  او ډول ډول پروګرامونو په جوړولو او  درايت سره  دهغه په وړاندې اقدام  وشي  چې  نننى نسل  او راتلوونکي نسلونه  دستونزو له پيټي څخه  خلاصون   ومومي. که  چېـــرې په افغانستان کې د وګړو  دودې  حالت ته وګورو  دغه مسئله  په يوې پيچلې ستونزې بدله شوې ده  داسې ستونزه  چې پراخ اړخونه لري .  په ښارونو کې دخلکو ګڼه ګوڼه او دهرې ورځې په تيريدو سره  په  افغانستان کې د وګــــړو د شمير  زياتوالى کولاى شي  جدي سياسي ، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې په  ځان پسې ولري.
د افغانستان په  سترو ښارونو کې د وګـــــړود شمير زياتوالى  له  هيــــلو   څخه لرې  دى.   دکليو تشيدل  او د ښارونو  ډکيدل ددې سبب شول چې    وزګارتيا زياته شي ، اقتصادي انډول  ګډوډ شي  او سيمه ييز او ملي  اقتصاد  ته زيان ورسيږي، ټولنيزې ستونزې لاپسي جدي شي او دژوندانه  چاپيــــريال ، روزنيز نظام او دښوونې  او روزنې بهير زيانمن شي .
د دغو مسئلو ترڅنګ جګــــــړه ، بيوزلي ، بېسوادي  او په   ټولنيزو   مسئلو  نه پوهيدل ددې سبب شول  چې په افغانستان کې دکورنۍ تنظيم ته دومره پاملرنه ونه شي . په داسې حال کې  چې افغانستان دنړۍ له هغو لسوهېوادونو څخه دى  چې دوګړو چټکه وده لري  اوپه سلو کې پنځوس وګړي يې  هغه کسان دي  چې عمر يې  له  ١٥ کلونو څخه اوړي .
په افغانستان کې  ټولنيز پيوند په داسې ډول دى  چې يوه مور  څه ناڅه  پنځه  ماشومان لري اوپه دغه هېواد کې دوګړو وده  په کال کې  په  سلو کې   دوه  ده او اقتصادي پروګرامونه ، انساني پراختيا او پرمختيايي او روزنيزې  پروژې داټکلي ارقامو له  مخې ترسره کيږي .
افغانستان د نړۍ دهغو ګوتې په شمار هېوادونو له  جملې څخه دى  چې له کابو څلويښتوکلونو راپه دې خوا دوګړو هيڅ راز سرشميرنه اود اقتصادي او ټولنيزو  اړتياو  پيژندنه پکې نه ده شوې او ټول پروګرامونه يې دفريضې او اټکل له مخې  ترسره کيږي په داسې حال کې دوګړو سرشميرنه دکاري لومړيتوبونو دتشخيص او داقتصادي ، ټولنيزو او روزنيزو پروګرامونو دبرابرولو  او عملي کولو لپاره  زمينه برابروي .
په داسې حال کې  چې مسوولين  په تيرو څلويښِتو کلونو کې نا امني ، جګــړه اوپه ځينو حالاتو کې هم د بودجې کمښت او دتخصيص نشتوالى په هېواد کې  دوګړو د نه سرشميرنې لپاره  عامل بولي  خو دغـــه  دلايل نه شي    کيــــداى دقناعت وړ  وي. بايدد ځينو  سليقوي مسئلو په شتون ، دپروګرام په نشتوالي  او آن  په  هغو سياسي مسئلو  چې  د دغه شان  پروګـــــرامونو د نه   جوړيدو او ګډوډيدو سبب شوي دي ، سترګې پټې نه کړو.
دولت ته لازمه ده چې  دوګړو دګڼې ګوڼې ، دوګړو دشمير دزياتوالي ، دکورنۍ د نه تنظيم او د  وګـــړو  د نه سرشميرنې په  ګډون  ستونزې جدي  وبولـــي اوحل يې کړي چې داقتصاد٫ي پروګرام جوړولو او دانساني  ، ټولنيزې ، روزنيزې او  انکشافي پراختيا لپاره زمينه  برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته