کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن غرمه د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او ورسره پلاوی، په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.
د جمهوري ریاست دفتر د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي.
همدارنګه د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او وې ویل، هیواد یې د خپلواک او ولسواک افغانستان او جمهوریت ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي..#