امنیت

په هلمند کې د ګڼو وسلو،مهماتو او د نشه يي توکو نيول کېدل

لښکر ګاه باختر د غويي د مياشتې ١٩ مه
په هلمند ولايت کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د شپږو تنو وسله والو د وژل کېدو سربېره ګڼې وسلې، مهمات، نشه يي توکي او درې تنه وسله وال نيول شوي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسلې،مهمات،نشه يي توکي او وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، له تېرو لسو روځو راهېسې ګډو افغان ځواکونو د هلمند ولايت په بېلا بېلو سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياتوي چې؛ په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفانو ګڼې درنې او سپکې وسلې،مهمات،وسايط،نشه يي توکي،ليکلي اسنادونه، درې تنه وسله وال او نور ګڼ شمېر توکي نيول شوي دي.
په همدې حال کې د هلمند ولايت والي حيات الله حيات له رسنيو سره د خبرو پر مهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو له سرښندنو څخه مننه وکړه.
هغه وويل چې؛ افغان ځواکونو تل د خاورې او ملت د امنيت په موخه د دښمن لوی ترهګريز پلانونه شنډ کړي او پر وړاندې يې اغېزلروونکې عملياتونه ترسره کړي دي.
حيات وويل؛ ملی امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغو وسلو، مهماتو، وسايطو او مخالفانو په نيولو او وژلوسره د وسله والو طالبانو لوی ترهګريز پلانونه شنډ کړي دي.
پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته