مسکو دروسيې غږ باختر د لړم دمياشتې ٢١:
دروسيې دولت له جنوبي کورياسره دهمکارۍ موافقه تصويب کړه .
په دې موافقه ليک کې د دواړو لورو ترمنځ ګډ تمرينونه ، داطلاعاتو راکړه ورکړه او کتنې شاملې دي .
له مالي پلوه به هر هيواد په خپله برخه کې خپل لګښتونه په غاړه واخلي .
دهمدې خبرله مخې : دروسيې جمهوررييس ولاديمير پوتين به سبا جنوبي کوريا ته لاړشي .
دروسيې جمهوررييس ديو ورځني سفرلپاره ويتنام ته رسيدلى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ