امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
په روزګان ولايت کې څلورتنه وسله وال طالبان له امنيتې ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د خانقا په کلي کې هغه وخت د پوځيانو له خوا بريد وشو چې په يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې  نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته