امنیت

څو تنه ډار اچوونکي په کندزکې ونيول شول

  کندز باختر دغويي دمياشتې ٢١ :
څو تنه ډار اچوونکي په کندز ولايت کې د کوماندو ځواکونو له خوا ونيول شول.
دغه ډار اچوونکي تېره شپه په چاردرې ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل: څوتنه ډار اچوونکي چې په چاردرې ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريد وشو او نيول شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې يو يرغلګر مقاومت وکړ   چې د پوځيانو له خوا په ډزوسره ووژل شو.
ويل کيږي، په دغوعملياتوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته د سرزيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته