سیاست

د مشرانو جرګې اعلامیه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٣ مه
د برما هېواد د بودايانو له خوا د ياد هېواد د مسلمانانو په وړاندی د بشری ضد جنایتونو او يو مخيزې وژنې د دوام په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلامیه
د ملي شورا د مشرانو جرګه يو ځل بيا د برما د بودايي تند لارو له خوا د دغه هېواد د مسلمانانو يو مخيزه وژنه او نور بشری ضد جنایتونه په کلکو ټکو غندي او ياد عمل د بشريت او مسلمانانو پر وړاندې پلان شوې جنايت ګڼي.
دبرمایی مسلمانان نارینه وو، ښځو او ماشومانو شهادت او د دوی پر مېرمنو حيوان صفته ډله ييز تېرې او دهغوی د جايدادونو سوځول د ننګ اونفرت څرګندوي دي ،چې د ننی پرمختللې نړې په یوه څنډه يعنې برما کې د خپلو مسلمانوهېوادوالو په وړاندی یی ترسره کوی او تر ټولو دردوونکې خو دا دى ؛ چې تر اوسه هم د ملګرو ملتونو سازمان، اسلامي هېوادونو،د بشري حقونو مدافعانو او نړيوالو رسنیو هم د دغه زړه بوږنوونکو جنايتونو په اعتراض ؛خپل غږ نه دی پورته کړى.
د ملي شورا مشرانو جرګه د خپلو بشري او اسلامي ولولو له مخی په خواشينۍ سره د نړيوالو ټولنی څخه غوښتنه کوي چې د (یو بام دوی هوا) متل دی شا کړی او د روانی پیړی ددی تراژيدۍ پر وړاندي دي خپله چوپتيا پاي ته ورسوي او د برما هېواد د مسلمانانو د وژنو، تيريو او جبري شړلو څخه دي د دغه هېواد د خپل سری، فاشيست او جنايت کاره رژيم مخنيوي وکړي.
د رپوټونوپر بنسټ د دغه هېواد مسلمانان چې د برما د وګړوشاوخوا شل سلنه تشکيلوي، دبرماحکومت غواړي چی د دا ډول جنایتونو اوفجايعو په ترسره کولو سره ،مسلمانان له دغه هېواده وشړي، خو د برما ليري او نږدي هيڅ هېواد حاضر نه دي چې کم له کمه د دوي لږ شمېرهم د کډوالو په توګه ومني.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته