ټولنه

دسپاهي ګمنام او دپل خشتي ساحې د ګرځنده پلورونکو له شتون څخه پاکې شوې

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
کابل ښاروالۍ پرون د پل خشتي  اودسپاهي ګمنام ساحې د ګرځنده پلورونکو له شتون څخه پاکې کړې.
هغه ګرځنده پلورونکو چې په دغه ساحه کې يې فعاليت کاوه  دښاروالۍ له مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د دوى د کارو بارد دوام لپاره دوى ته مناسب ځاى برابرکړي.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛  د سپاهي ګمنام او  د پل خشتي  په شاو خوا سيمو کې         د ګرځنده پلورونکو شتون ، ترافيکي ګڼه ګوڼه زياته کړې وه چې موټرچلوونکو د ساعتونو په تمه  پاتي کېدل ترڅو له دغې سيمې څخه تېر شي .
ټکسي موټر چلوونکى لطف الله  باخترآژانس ته وويل چې، دپل خشتي او دسپاهي ګمنام  ساحې  تجارتي سيمي دي په دغو ساحو کې څو ستر پلورنځي شتون لري  او ددې ترڅنګ ګرځنده پلورونکي دپل خشتي جومات په وړاندې  سړک بند کړى دى.
ده وويل :  که چېرې ددغو کسانو دکاراوبار لپاره مناسبه سيمه په پام کې ونيول شي   ډېر ښه اقدام دى .
ګرځنده پلورونکې شاه محمد چې په خپله کراچۍ کې ترکاري پلوري  له دې لارې  دخپلې کورنۍ  خرڅ اوخوراک تامينوي.
ده وويل چې، دګرځنده پلورونکو شتون موترچلوونکو او ترافيکو ته ستونزې رامنځته کوي  خو دغه ګرځنده پلورونکي هم مجبوره دي  چې خپلو کورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي .
خو کابل ښاروالۍ په دې باب ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې، دترافيکي ګڼې ګوڼې دکمښت په خاطر دغه ساحه دګرځنده پلورونکو له شتون څخه پاکه شوې ده
او دغه راز دڅارنې يوه پوسته جوړه شوې چې ګرځنده پلورونکي بيا په سيمه کې دترافيکي ګنې ګوڼې سبب  نه شي  .
په خبرپاڼه کې دکابل ښاروالۍ دمارکيټونو دتنظيم رياست له خولې ويل شوي دي  چې 
دښاروالۍ دلومړۍ ناحيې درياست په همغږۍ ګرځنده پلورونکو ته يوه بديله سيمه په 
پام  کې نيول شوې ده .
په همدې حال کې دکابل ښار يو تن اوسيدونکى غلام نبي چې ترکارۍ او دنورو اړتيا وړ توکو دپيرودنې لپاره دغې سيمې ته راغلى و وويل چې، له سپاهي ګمنام څخه تر چنداولو پورې دواټ په  دواړو خواو کې  ګرځنده پلورنکې فعاليت کوي.
کابل ښاروالۍ او دلومړۍ ناحيې رياست دې بايد ددغې سيمې دګرځنده پلورونکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او دغه ستونزې حل کړي.
تراوسه پورې دغه ساحې څو څوځلې  دمسوولينو له خواپاکي شوي دي خو بيا ګرځنده پلورونکي په خپل پراخ شتون سره دترافيکي ګڼې ګوڼې د رامنځته کولو سبب شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته