امنیت

په بُرکې وسله والو طالبانو خپله ځواکمنى له لاسه ورکړې ده .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دبغلان ولايت په بُرکې ولسوالۍ  وسله والو طالبانو دهېواد دپوځيانو په ځپنده ګوزارونو  سره دوى  په امنيتي پوستو دبريد ځواکمنتيا  په بشپړه توګه له لاسه ورکړې ده .
بُرکه دبغلان ولايت  له لرو پرتو اولږ پرمختللوولسواليو څخه ده چې ددغه ولايت دشمال ختيځ په دوه سوه کيلومتري واټن کې موقعيت لري او په روان کال کې دوسله والو طالبانو له خواد بريدونو ډګر و .
دبُرکې ولسوال شمس الدين شهاب  دباختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې وسله والو طالبانو له  ګاونديو ولايتونو څخه دخپلو افرادو په راټولولو سره په بُرکې ولسوالۍ په پراخو بريدونو سره ونه شوکړاى  چې دغه ولسوالۍ ونيسي او هغوى دسردزيان په زغملو او دهغو دڅو تنو قوماندانانو په وژلو  سره دخپلو بريدونو  ځواکمني له لاسه ورکړې ده
شهاب وويل  په بُرکې  ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه دى اوخلک خپل ورځنى کارونو ته دوام روکوي ښوونځي او مدرسې فعالې دي اوخلک دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو لپاره تياري نيسي .
دبُرکې ولسوال له سيمه ئيزو مقاماتو او ادارو څخه غوښتنه وکړه چې ټولګټو پروژواو دښوونځيو او روغتون جوړولو ته چې دخلکو له اړتياوو څخه  دى پاملرنه وکړي چې  دغه ولسوالۍ  پرمختګ وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته