ټولنه

په بادغيس کې دسيلاوونو د راوتلو له امله د سرزيان او مالي تاوان

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
په بادغيس ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله اته ويشت تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور تري تم شوي دي .
دغه سيلاوونه پرون له سختو اورښتونو وروسته دبادغيس ولايت په ځينو سيمو کې راووتل .
دبادغيس ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې د ادارې مسوول دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: ددغو سيلاوونو له امله اته ويشت تنه وژل شوي او په لس ګونو تنه نور تري تم شوي دي .
ده زياته کړه : ددغو سيلاوونو له امله د بادغيس ولايت په ځينو سيمو کې په لس ګونو کورونه ويجاړ شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې: له سيلاوونو څخه ژغورل شويو کورنيو ښوونځيو ، جوماتونو او نورو دولتي تاسيساتوته پناه وړې ده او مرستې ته اړتيا لري .
په بادغيس کې سيمه ييز چارواکي وايي ډير ژر به په سيلاوځپلودويش لپاره بشردوستانه مرستې مصيبت ځپلو سيموته وليږدولې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته