امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر د کب شلمه :
اته تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې د پوځيانو په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د دغه ولايت د انار درې، قلعه کاه او پشت کوه په ولسواليوکې د ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
د يو بل خبر له مخې:
د فراه ښار ته څېرمه د دښمن پر سنګرونو د هوايي عملياتو له امله هغوی درې سراچه ډوله موټرونه او د (بي. ام .آی) پنځه ګولۍ ويجاړې او دوه تنه وسله وال طالبان له دوو موټرسايکلونو سره يې ونيول شول.
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته