کابل باختر دکب دمياشتې ١٤ :
د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د پنځم کال کار به دروان کال د کب د مياشتې په ١٦نيټه د هېواد د جمهور رييس له خوا په رسمي ډول پرانستل شي.
د ولسي جرګې د دارالانشا رييس او د ملي شورا د پرانستلو د کميسيون رييس خداى نظر نصرت د باخترآژانس خبريال ته وويل: د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د پنځم کال د کار د پرانستلو لپاره د تيارى د کميسيون په وروستۍ غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين او ددغه کميسيون د امنيتي کميټې رييس محمدايوب سالنګي او د رسنيو د کميټې رييس خليل مينوي او د نورو برخو مسوولينو د بېلابېلو برخو د تيارى په باب کميسيون ته رپوټونه وړاندې کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ