امنیت

دوه تنه نور سرتيري ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٢٨ :

دناټودوه تنه نورسرتيري  په افغانستان کې په جلاجلا پيښو کې ووژل شول.

دغه سرتيري نن سهار دافغانستان په ختيځ کې دماين دچاودنې له امله  ووژل شول او بل يي دافغانستان په جنوب دياغيانو دبريد له امله ووژل شو .ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغو پوځيانو وژل کيدل تائيد کړل خو ددغو پيښو ددقيق ځاى په باب يي څه نه دي ويلي .

په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دناټو يوبل سرتيرى هم نن سهاردهيواد په جنوب کې دياغي طالبانو دبريد له امله وژل شوي او دوه تنه نوريي دافغانستان  په لويديځ کې ديوپوځي هليکوپتر دراغورځيدو له امله ټپي شوي دي .

ددغو سرتيرو په وژل کيدو سره په روان ميلادي کال کې  په افغانستان کې دناټودپوځيانو دسردزيان شمير درې سوه لسو تنو ته ورسيد .

په داسي حال کې چې دتيرميلادي کال په بهيرکې دناټو پنځه سوه شپږنوي تنه پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته