خبرونهTOPورزش

افغان کرکټ بورډ له درېیو ملي لوبغاړو څخه د یو لړ بندیزونو سربېره د مرکزي قرارداد امتیاز واخیست

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ، له درېیو لوبغاړو ( فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن) د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازې یا NOC د نه ورکولو پرېکړه وکړه.

ياد بورډ د دغو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې، چې په آند يې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون و، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده، چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړه.

د کرکټ بورډ د دغې پرېګړې له مخې به يادو درې واړه لوبغاړو ته د يوه کال لپاره مرکزي قرارداد او د راتلونکو دوو کلونو لپاره په بهرنيو ليکونو کې د ګډون لپاره هیڅ ډول اجازه نه ورکول کېږي او اوسني صادر شوي اجازت لیکونه یا NOCs به يې هم لغوه ګڼل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ زياته کړه، چې په جدي ډول د دغه پرېکړې د عملي کېدو په موخه به ياده پريکړه د کرکټ نړیوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شریکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته