امنیت

پنځه تنه په کابل ښار کې دجنايي فعاليتونو په تور ونيول شول .

کابل باختر د تلي درې ويشتمه :
په کابل ښار کې دپوليسو له خوا څلور تنه دنشه يي توکو دقاچاقو او يو تن يې دوسله والې  غلا په تور ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دکابل دنړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو څلور تنه  له کابل څخه بهر ته دڅه دپاسه دوه زره کيلوګرامو هيروئينو دقاچاقو په تور ونيول .
نيول شويو کسانو دغه نشه يي توکي دکپسول په ډول په خپلو ګيډو کې  ځاى پرحاى کړي  وو،  پرون کله يې چې  نيت درلود هغه له هيواد څخه بهر ته وليږدوي  دپوليسو له خوا ونيول شول .
دغه راز دکابل پوليسو دغلو يوسرګروپ چې په څو وسله والو غلاو کې يې لاس درلود دکابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دتامينيو په سيمه کې ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته