سیاست

دهند دبهرنيو چارووزير له يومتحد اوپياوړي افغانستان سره دملاتړ لپاره دخپل هيواد ژمنه تکرار کړه .

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهنددبهرنيو چارو له وزير اس ام کرشنا سره وکتل .

 دباختر اژانس استول شوى خبريال نجيب الله بيان له توکيو څخه خبر ورکړ په دې کتنه کې چې په سيمه ئيز وخت نن مازيګر په توکيوکې دافغانستان دجمهور رييس په استوګنځي کې ترسره شوه .   دواړو لورو په برياليتوب سره دتوکيو دکنفرانس دجوړيدو ، دسولې دبهير او دسيمې دهيوادونو ترمنځ داړيکو دښه والۍ په باب خبري وکړې  .

 دهند دبهرنيو چارو وزير په  برياليتوب  سره دتوکيو دکنفرانس دجوړيدو په خاطر دمبارکي دويلو په ترڅ کې څرنده کړه چې نننۍ کنفرانس  يوځل بيا ثابته کړه چې افغانستان دنړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ له ځان سره لري .

  جمهور رييس  په برياليتوب سره دتوکيو کنفرانس جوړيدو ته په اشاري سره وويل چې موږ له نړۍ سره په بهرنيو اړيکوکې دنړيوالې ټولنې ژمنه اوملاتړ ترلاسه کړ  اوس دافغانستان حکومت له  فساد سره په مبارزې ، ددولتي مرکزونو  په پياوړتيا اوښي  حکومتوالۍ  زيات تمرکز کوي .

  دهند دبهرنيو چارووزير دافغانستان دترقي او پرمختيا په خاطر دخپل هيواد  دهميشنۍ ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وويل موږ له يو پياوړي او متحد افغانستان سره دملاتړ لپاره ژمن يو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته