امنیت

په کندز کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
په کندز کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول او درې طالبان ووژل شول.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني باختر آژانس ته وویل چې وسله وال طالبانو د کندز په زراعت باغ ساحه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.
رحماني زیاته کړه چې په جګړو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل یې ټپي شو.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته