سیاست

تبصره

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
دسولې دعالي شورا سرچينې وايي چې په نږدې  راتلونکي کې به دافغانستان او پاکستان عالمان ګډه غونډه جوړه کړي
دباختراژانس مفسر ليکي ،  دسولې دعالي شورا ددارالانشا رييس او دسيمه ئيزې  اجماع لپاره  دجمهور رييس استازي محمد عمر داود زي په دې وروستيو وختو کې پاکستان ته سفروکړ چې په افغانستان کې دسولې دبهير دبرياليتوب او دخبرو ميز ته دطالبانو دراکښلو  لپاره ددغه هېواد زياته همکاري جلب کړي
دغه سفر دافغانستان دستونزې دسياسي حل لپاره دنړيوالو هڅو او په دې لاره کې دپاکستان دنويو ژمنو په څپو کې ترسره شوى دى او دسولې په عالي شورا پورې اړوندو سرچينو اسلام اباد ته د داود زي دسفر او دپاکستان له سياسي مذهبي اوقومي  مشرانوسره دهغه دليدنو کتنو پايلې له لاس ته راوړنو ډکې بللي دي .
يوه له دغولاس  ته راوړنو څخه په نږدې  راتلونکې  کې ددواړو هېوادونو دمذهبي عالمانو دګډې غونډې دجوړولو په باب دافغانستان اوپاکستان موافقه ده .
ددواړو  هېوادونو دمذهبي عالمانو دګډې غونډې دجوړولو په باب موافقه  کيداى شي دافغانستان دقضيې دحل په لور يو ګام وي ځکه روانه جګړه ددين اوشريعت له پتې  څخه دافغانستان په خلکو تپل شوې ده او داپه پاکستان کې مدرسې او دروحانيت  کړۍ دي چې هغې ته يې دجهاد  نوم ورکړى دى .
په داسې حال کې چې په نورو هېوادونوکې ټولو ديني اومذهبي  مرکزونو سازمانونو جريانونو او شخصيتونو افغانستان دارالحرب  نه دى بللى او په دغه هېواد کې روانه جګړه يې ورور وژنه او ځان مرګي بريدونه يې مطلق  حرام بللي دي .
له دې جملې څخه  يواځې په پاکستان کې ديني عالمان دي چې په افغانستان کې يې روانه جګړه جهاد بللى دى .
سره له دې چې  په افغانستان ، اندونيزيا او په نورو ځايونوکې ديني عالمان په وار وار له پاکستاني عالمانو څخه غوښتي دي چې په عالمانه نظر  سره دې په افغانستان کې اوسنى شخړه وڅيړي او دديني حکمونو او لارښوونو په ر ڼا کې دې يوې وروستۍ  پريکړې ته ورسيږي چې دافغانستان دمسلمانو خلکو ستونزه حل شي خو دپاکستاني عالمانو ځواب منفي  و او دغه بلنه يې رد کړې ده خو وروستۍ موافقه کيداى شي  يوښه پيل وي .
په افغانستان کې  روانه جګړه ددين له پتې څخه ددغه هېواد په خلکو تپل شوې ده او هغه طالبان چې دافغانستان دنظام اوخلکو پرخلاف په جګړه کې دي زياتره يې دپاکستان دديني مدرسو طالبان دي او په حقيقت کې په پاکستان کې له ديني مدرسو  څخه راپاڅيدلي  طالبان دي او دجهاد انګيزه او فتوا يې په پاکستان کې له ديني  مدرسو څخه ترلاشه کړي دي .
په پاکستان کې روحاني کړۍ  او ددغه هيوادمذهبي ګوندونه نه يواځې دطالبانو ښه ملاتړي پاتې شوي دي بلکې دغه څيرې او دغه جريانونه دطالبانو تمويل اوسرتيري اخستنې سرچينې هم دي
دپاکستان په جوماتونو ، ديني کړيو ، مدرسو او مذهبي ټولنو کې په څرګند او علني ډول دطالبانو ملاتړ کېږي او له طالبانو او په اصطلاح  په افغانستان کې له جهاد سره دپاکستان  دروحانيونو دټولنې له خوا زياتې همغږى  شتون لري .
  ان خبره دې ځاى ته رسيدلې ده چې په پاکستان کې  يو شمير روحانيون دافغانستان په برخه کې له اسلام څخه دوسيلې په توګه دکار اخستلو په حال کې دي يو سياسي نظر يې وړاندې کړى دى چې دا له ديني او شرعي لارښوونو اوارشاداتو سره په تضاد کې ده
اوس  چې خبره ددواړو هېوادونو دديني عالمانو دګډې غونډې په باره کې ده څومره به ښه وي   چې دروانې شخړې دحل لپاره له يو واحد نظر څخه موافقې ته ورسيږو  په داسې حال کې چې مسلمانان دواحد خداى پرستش کوي  له يوه قران  څخه دستور اخلي او ديوه پيغمبر دشريعت پيروي کوي نو اختلافي نظر شتون  نه لري خو داچې موږ له اسلام او دهغه له لارښوونو څخه تحريف شوي څيزونه خلکو ته تحويل کړو
زموږ خلک دوروستۍ  موافقې هرکلى  کوي او هغه يوې ديني اجماع ته درسيدو او دواړو هېوادونو دخلکو نږدې والي لپاره ګتوره بولي خو له دغو ټولو سره سره موږ له وروستۍ موافقې  څخه هيله من نه کېږو بلکې دپاکستان دخبرو عملي ګيدو ته سترګې  په لاره يو .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته