ښوونه او روزنه

خبرتیا

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٤مه
د کانکور آزموینو د لوى ریاست خبرتیا
د کابل ولایت په ښار پوهنې ریاست پورې اړوند د ( ابوالقاسم فردوسي، شهرک مهدیه، شاه دو شمشېره، مریم، د استاد محمد ابراهیم خواخوږی، زلیخا، د کمک به معارف دریم نمبر د نجونو، معرفت خصوصي، دوازده امام شهرک، ستاره، د امید سبز شهرک د هلکانو، د شهیدانو د نجونو، ذبیح الله عصمتی، قلعه حشمت خان، د غلام نبي خان چرخي د نجونو، د خواجه رواش د نجونو، د سر آسیاب لیسه، بي بي ساره، محراب الدین، د ده خدایداد د نجونو، آزادي لیسه، د محمد صدیق پسرلی، ملي شهرک، د استاد قیام الدین خادم، د منوچهري د نجونو، د پلچرخي د نجونو، قلعه بختیار، قلعه زمان خان، همایون شهید، د نازو انا د هلکانو، د سپین کلي د نجونو، عمرا خان، د خواجه رواش د هلکانو، زینب کبرا، ذاکرین شهرک، علي احمد خان پوپل، اماني، استقلال، ملالۍ، د غازي محمد شاه خان بابکرخیل، د پلچرخي د لکانو، درخانۍ، غازي، عبدالغفور ندیم، عبدالقادر بیدل، ابن سینا، خواجه عبدالله انصاري، کمک به معارف نمبر دوم قلعه وزیر) لیسو  د ۱۳۹۵ کال او مخکني کلونو د دولسمو ټولګیو فارغانو ته چې د کانکور آزموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې او بایو متریک سیستم ته حاضر شوي، خبر ورکول کیږي چې په آزموینه کې د شمولیت کارتونه یې ۱۳۹۵ کب ۲۴ سه شنبې له ورځې په اړوندو لیسوکې ویشل کیږي، د داوطلبانو د کانکور آزموینه د ۱۳۹۵ کب ۲۷ (جمعې) په ورځ په کابل پوهنتون، شهید استاد رباني پوهنتون، کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل طبي پوهنتون کې د سهار په ۸:۰۰ بجو اخیستل کیږي.
د آزموینې ځای او د اتاق شمېره په کارت کې ذکر شوې، هیله ده آزموینې ته په خپل وخت حاضر شئ.
له دې امله، د کانکور آزموینې له ټولو ګډونوالوڅخه په کلکه غوښتنه کیږي، چې د آزموینې په ورځ د آزموینې صحنې ته د مبایل، مخابرې، اسلحې او د هر ډول الکترونیکي او جارحه وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي، له داوطلب سره د ذکر شویو وسایلو د پیداکولو په صورت کې، که څه هم ګټه یې ورنه نه وي پورته کړې، د آزموینو له لایحې سره سم یې آزموینه باطله، داوطلب د آزموینې له صحنې څخه ایستل کیږي او امنیتي مسؤولینو ته ورپیژندل کیږي.
برسیره پر دې له ټولو ګډونوالو څخه هیله کیږي چې د آزموینې په ورځ له ځانه سره د تابعیت اصلي تذکره، تور خود کار قلم او د کود رشتې جدول ولري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته