روغتیا

په قندهار کې دپوليو واکسين دکمپاين يوه رضاکاره ووژل شوه .

کابل باختر دمرغومي  اتمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو دپوليو واکسين دکمپاين يوه رضاکاره ميرمن په قندهار ښار کې ووژله .
دغه پيښه دقندهار ښار په څلورمې امنيتي حوزې پورې اړوند دګنج چوب  په سيمه کې رامنځته شوه .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دواکسين کمپاين ښځينه  رضاکارې ښځې  په ساحه کې دواکسين دتطبيق دبهير په څارنې  بوختې وې چې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو او له امله يې دنرګس په نامه  يوه رضاکاره ميرمن ووژل شوه او دهغې نيا  زهرا ټپۍ شوه .
  يوه اړونده خبرځاى وويل : ټپۍ ميرمن دقندهار ښار دميرويس روغتون ته ليږدول شوې او تر درملنې لاندې ده .
ديادونې وړده چې يرغلګر وسله وال کسان له پيښې وروسته له ساحې څخه په تيښتې  بريالي شوي او دقضيې دعاملانو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته